د استرالیا د مهاجرت اداره وایي په نایرو ټاپو کې د کورنیو د جلا کولو په اړه ناسم راپورونه خپاره شوي.

یادې ادارې د ګارډین او نورو ورځپاڼو هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې د نایرو توقیف خونې د ځینو کورنیو د جلا کولو په اړه خپاره شوي وو.

دغې ادارې همداراز په خپله خپره شوې بیانیه کې ویلي، “که څه هم مونږ د انفرادي او شخصي قضیو په اړوند خپل نظر نه ښکاره کوو، په ځانګړي ډول په کومو کې چې کډوال او د هغوی مدافع وکیلان د خپلو شرایطو لپاره تبلیغات کوي، خو د غلطو راپورونو سمول زمونږ دنده ده. په نایرو کې هیڅ کومه کورنۍ په زور سره د مهاجرت ادارې او یا د آسټرالیا د سرحدي ځواکونو له خوا نه ده جلا شوې.”

مخکې تر دې د ګارډین په ګډون ځینو ورځپاڼو لیکلي وو چې د استرالیا د مهاجرت اداره په خپلو توقیف خونو کې د کورنیو د جلا کولو څخه د یو ډول غیر رسمي پالیسۍ په توګه استفاده کوي، ترڅو کډوال خپلو غوښتنو ته اړ کړي.

د ګارډین د راپور په اساس په یادو کورنیو کې د شیر محمد په نوم د یو افغان فامیل هم شته چې په اړه یې ګارډین ویلي وو چې ګواکې د استرالیا د مهاجرت اداره غواړي شیر محمد متحده ایالاتو ته انتقال کړي او میرمن او ماشوم یې استرالیا ته.