د مالیزیا د پلازمینې کوالالمپور پولیس وایي په سیمه کې جنایتکاران په نښه کوي ترڅو معلومه کړي چې غیرقانوني کډوال په ډله ییزه جرمونو کې ښکیل دي او که نه.

د کوالالمپور د پولیسو مشر مزلان لزیم وایي، "دمګړۍ مونږ هڅه کوو د جرمي ډلو غړي او هغه ځایونه په نښه کړو چیرې چې دوی معمولا پټیږي. هیله من یو چې مونږ به په دغه اړه ژر تر ژره یو عملیات ترسره کړو، ترڅو دوی ونیسو."

نوموړي وویل، "که څه هم ډیری ناقانونه کډوال دلته راځي او یوه ارامه ټولنه جوړوي، مګر ځینې بیا داسې کډوال هم شتون لري چې ګومان کیږي د سیمه ییزو جنایتکارو ډلو سره یوځای شوي دي."

هغه همداراز زیاته کړه چې په ډله ییزو جرمونو کې د تیر کال په پرتله کموالې راغلې. په روان کال کې یوازې ۶۰ قضيې ثبت شوي چې د تیر کال د ۱۳۱ قضیو په پرتله ۵۴٪ کموالې ښیي."