دفلسطین ځلمیانو!
*****
دپلستین(فلسطین) ځلمیانو!
پام چې ونه ویریږئ!
*****
ستاسوپاڅون جهان ته
یونوی رنګ ورکړی
دغې قیام خلکوته
جرأت دننګ ورکړی
پام چې ونه ویریږئ !
ورونوونه ویریږئ !
*****
پام چې ونه ویریږئ !
مونږدرسره یوورونو!
افغانان ټول درسره دي
ګورئ ونه ویریږئ !
پام چې ونه ویرږئ!
*****
پام چې ونه ویریږئ !
ستاسودوینوڅاڅکي
به ګلان وټوکوي
شئ به واکمن دخاورې
او
هلته به سوله وي تل
هو
هلته به سوله وي تل
اوبیله جنګه به بیا
ژوندته پایښت ورکړئ
یوه آزاد ژوند ته
ښکلي اوښاد ژوندته
خوچې ونه ویرږئ !
پام چې ونه ویریږئ !
«پای»
دلیکلونیټه یې: ۱۶/۴/۲۰۰۲
یادونه : داشعرمې څوکاله پخوا، یانې په پاسنۍ نیټه لیکلی ؤ، خواوس یې داشغالګرې امریکې دمشرمیسترټرمپ ددې پریکړې په ځد خپروم چې تیره منځنۍ (چهارشنبه) « ـ ۶/۱۲/۲۰۱۷ ـ ۱۵/۹/۱۳۹۶» یې بیت المقدس داسراییلودپلازمینې په توګه وپیژاندواودخپل سفارت دلیږدیدو او نوراشغال اعلان یې ورته وکړ.
دې کارپه ټوله نړۍ کې د«وحشت اوربل کړ».افغانان هم په دې ظالمانه کړنه ډیرغمجن اودترمپ او امریکې سره ژوره کرکه څرګندوي. «پای»