د اسیا زړه لومړۍ ناسته ۶ کاله مخکې د ترکیې په استانبول ښارکې په ۲۰۱۱ کال کې وشوه ، چې هغه مهال پکې هم ګڼو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ د نړیوالو ادارو غړو هم ګډو کړی وو.
موخه یې د اسیازړه پیاوړې سیمې په لور د امنیت او اقتصادي اتصال" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه د اسیازړه-استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په اوومه ناسته کې دسیمه ییزې همکارۍ او ملاتړ ترڅنګ د افغانستان اوسني وضعیت او سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې وکړې .
د افغانستان او اذربایجان هېوادونو اړوند مسوولین د پانګونې د ترویج او متقابل ملاتړ، د امنیت او د قانون د تطبیق ، د دواړو هېوادونو تر منځ د هوایي خدمتونو ، په اقتصادي او تجارتي برخو کې د همکارۍ، د لوړو زده کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو تړونونه لاسليک
کړل.افغانستان چې تر هرڅه لومړۍ اړتیا یې سوله امنیت دی ولسمشرهم په هر سفر او ناسته کې دخپلو ځواکونو په لاسته راوړنو او بریاوو بحث کوي هڅه کوي چې دخپل هېواد په ارزښت او دوۍ ته د افغانستان په سوله کې دنورو هېوادونو ګټې خیر تشریح کړي، چې په دغه ناسته کې هم د افغانستان ولسمشره وښوده، چې د افغانستان په سوله کې د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ د ټولې اسیا ګټې نغښتي دي .
ولسمشر محمد اشرف غني په باکو کې دخپلې وینا پرمهال وویل افغان حکومت له نیشه یي توکو سره مبارزه کړې، نوموړي وویل ؛ زموږ د ځانګړو ځواکونو او کومانډو په یو لړ عملیاتو کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نشه یي توکو منابع نابودې کړي.
ولسمشر وویل د افغان ځواکونو له هڅو هم ستاینه کړې ویلي یې دي چې کومانډو ځواکونه په خپلو ټولو عملیاتو کې بریالي دي او په سیمه کې په غوره کومانډو ځواکونو د بدلېدو په حال کې دي.داذربایجان جمهوریت او افغانستان ترمنځ ۷ تړونونه لاسلیک شول.
په دغو اوو (۷)تړونونو کې د ګډې پانګونې پراخول او ملاتړ کول ، ګډ هوایی خدمات ، د قانونمنۍ پیاوړی کول ، دټرانسپورټ ، بیخ بنایی ،اقتصادی ، سوداګری ، کلتوری او د زده کړې ملګرتیاوې شاملې دی .
د اذربایجان ولسمشر الهام علی اف د ملګرتیاو دسندونو له لاسلیک کیدا وروسته له افغانستان سره دسیاسی اړیکې ښې وګڼلې او ویې وویل؛ باکو او کابل په نړیوالو ارګانونو کښې تل دیو بل ملاتړ کوی .
الهام علی اف افغانستان ته د هوایی حریم له لارې د ټرانسپورټ په زمینه کښې د اذربایجان جمهوریت مرستو ته په اشارې سره وویل باکو په افغانستان کښې دخپلو عسکرو دشمیر د زیاتولو کوشش کوی .
دغه اوه(۷) موافقې په باکو کښې د اسیا دزړه د اوم(۷) کانفرنس په څنګ کښې د افغانستان دولسمشر اشرف غنی او د اذربایجان د ولسمشر الهام علی اف او د دواړو هیوادونو د پلاویو له خبرو وروسته لاسلیک شوې .همدا اوس د ناټو دځواکونو په چوکاټ کښې د اذربایجان جمهوریت درې نوی(۹۳) پوځیان په افغانستان کښې دی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم له اذربایجان جمهوریت سره د کابل دحکومت د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا دټینګار په ترڅ کښې له افغانستان سره د اذربایجان جمهوریت د مرستو مننه وکړه .
په سیمه کې دافغانستان نيژدې اړیکې تمه راکوي چې په نیژدې راتلونکي کې افغانستان د اسیایي هېوادونو په کتار کې دیوه زنځیري جوړښت یوه مهمه کړۍ او حیاتي ارزښت پیدا کړی، چې په دې سره به نړیوال په دغه هېواد خپله اقتصادي تکیه درنه کړي .
د نړیوال ځمکنی ترانسپورت سیستم څخه د افغانستان ګټه اخیستنه د سیمې د لا ادغام او د افغانستان راتلونکي کې د اسیا سیمیزو قدرتونو سوله‌ایزې ونډې تضمینولو لپاره یوه خورا ښه وسیله ده .لنډه دا چې دا هوکړه لیکونه د پانګونې د ترویج او متقابل ملاتړ، د امنیت او قانون د تنفیذ، د هوایي خدمتونو د همکارۍ، په اقتصادي او تجارتي برخو کې د همکارۍ، د لوړو زده کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه لاسلیک شوي دي.
د افغانستان او اذربایجان ولسمشرانو د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په پای کې د هوکړه لیکونو د جزیاتو تعقیب لپاره د یوه ګډ پلاوي په جوړیدو هم ټینګار وکړ.په هر حال که د افغانستان حکومت منطقه ای ناستوته لکه د آسیا دزړه ناستو ته په مثبته نظر ګوری او دهغو څخه یی استقبال کړی دی خو ځینی پوهان په دی باور دی چی د افغانستان اصلی مشکلات د حکومت د سرانو ترمنځ داخلی مشکلات دی.
د نړیوال ځمکنی ترانسپورت کنوانسیون پلي کول د نړیوالو لارو مقررو ته د افغانستان ژمنتیا څرګندوي. نړیوالو مقررو ته د افغانستان ژمنتیا د هغو سختو هڅو له خوا هم ثابته شوه چې په ۲۰۱۷ کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د دغه هیواد ګډون لامل شو.
د نړیوال ځمکنی ترانسپورت سیستم په نړۍ کې د ترانزیت یواځنی سیستم دی چې د لاریو چلوونکو ته اجازه ورکوي چې د سرحدي پولو څخه توکي په خوندي توګه او د خورا لږ ځنډ سره ولیږدوي او د ګمرکونو چارو ادارو ارزښتمن وخت او پیسې سپموي.
د پاکستان څخه واردات و افغانستان ته لږ شوي او دا لږوالی د پاکستان سوداګر او تولید کوونکی خواشینی کړي. دولت په دی لټه کی دی چی د پاکستان څخه تړلي حال څخه ځآن وباسي او نور د پاکستان له مرحمت پرته هم له سوداګریزو ستونزو سره مخ نه شي .
دا په داسی حال کی دی چی دولت د چابهار د بندر په جوړولو او دایران سره د اړیکو په سمولو پسی دی او ددی هیواد سره د مواصلاتی لاری په جوړولو بوخت دی.
افغانستان د وسپنیزی لاری پراختیا د اروپایی او سیمې هیوادو سره د اړیکو د ډیریدو لامل بولی او د نورو هیوادو سره د اړیکی د ښه کیدو لپاره دا کړنه ضروری بولي،خو بی له شکه د افغانستان د اصلی هدفونو څخه یو د پاکستان سره د اړیکی لنډول دي.
افغانستان په ۱۹۷۵ کال کې د نړیوال ځمکنی ترانسپورت کنوانسیون غړیتوب ترلاسه کړ، خو د لسیزو شخړو وروسته، دغه هیواد یواځي په ۲۰۱۳ کال کې خپل غړیتوب بیرته فعال کړ .