ما د دې لپاره چې خپله شاعري وآزمایم ، همدغه نظم مې استاد پوهاند صاحب زیار بابا ته انګلیڼډ ته واستوه او هغوی سره د ډیرو مصروفیتونو خپل نظر او سمونې را لَورولې چې دا دی تاسو او لوستونکو (د شعر او ادب مینانو ) سره ېې شریکوم .
البته د یادولو وړ بولم چې ما د هر شعر او ليکنې په پای کې د استادانو د نظر او سمونو یا تشویقونو غوښتنه کړې ،لاکن دا لومړی ځل دی چې د زیار صاحب نظر اخلم. درنښت او مڼنه : ستاسو زړور /بلجیم

دا زما د نظم اصلي بڼه:زړهءور

ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
۳۱.۱۰.۲۰۱۷
الله تعالی پیدا کړي نعمتونه خوندور
بنده ګان ډيري ناشکره او چټي وي مره ور
آسمان،ځمکه،لمر،سپوږمۍ او هوا اوبه ډوډۍ
شکر باسي پې هغوی چې وي سرور او سترګه ور
په حلالو چې ېې ګټي ،دانشور که هنرور دی
هیڅ به نه شي پوروړی تل به وي ګذاره ور
که هر څومره عالِم پوخ وي ژبه ور او خوله ور وي
په عمل که ګامور نه وي،د چا نه شي پرې باور
مقتدیان نلري ډوډۍ ،ملایان شول خیټور
ته که مفتي دی که رهبر
چې زحمت باسي ځوانان مټور او هډور
د محمود لټان به ګرځي پوډریان او ځناور
څوک ېې ورک شول په ژوندوني څوک ېې مړه په لر اوبر
آ خانان او مخه ور وو شمله ور او نامور
هاغه ثور خندآور وء که دا طغیان ژړاور
<>
ټاکنې ټکڼۍ دي درغلۍ د زر او زور
که خدای غوښتل یو وخت به پرې ورځمه زه <<>>

او دا هم د پوهاند زیار بابا سم شوی کاپي:
په هرډول سم له لاسه مې تش ليکدود در سهي کړ، سره رنگونه ناسم دي!

سرو سترگې دې ښکلوم، ټولو ته سلامونه- ستا ماما او بابا زيار

زړور که زړهءور ؟

الله تعالی پيدا کړي نعمتونه خوندور

بنده ګان ډيري ناشکره او چټي وي مره ور

آسمان،ځمکه،لمر،سپوږمۍ او هوا اوبه ډوډۍ

شکر باسي پې هغوی چې وي سرور او سترګور

په حلالو چې ېې ګټي ،دانشور که هنرور دی

هېڅ به نه شي پوروړی وي به تل پاسره ګذاره ور (صرفجو)

که هر څومره عالِم پوخ وي ژبور ژبه ور او خولور خوله ور وي

په عمل که ګامور نه وي،د چا نه شي پرې باور

مقتدیان نلري ډوډۍ ،ملایان شول خېټور