جمهور رئیس غني د هیواد اساسي ستونزو او په مقابل کې یې زیربنا ته بنسټیز پام کوي او د ډیرو قضیو په ژورو یې ذهن خلاص دی. نوموړي د افغانستان د راتلونکې لپاره قوي او منظم پلان له مخې د سیمستم رامنځته کولو، پیاوړتیا او پکې د ځوانانو ګومارلو ته پوره توجو کړې ده. نوموړی پر قانونیت او متمدنو ارزښتونو او حکومتولۍ باوري انسان دی. له همدې امله، پر ولسمشر غني چې څومره انتقادونه کیږي، زیاتره یې د شخصي اغراضو له امله دي. غني په واقعیت کې ډیر زړه سواندی، عالم، وطن دوست او ښه ولسمشر دی.
خو د دې ترڅنګ د نوموړي ټیم کې یو شمېراشخاص شته چې اصلا د ولسمشر له هوډ او ژمنتیا سره برابر ندي. ځيني کسان یې تحلیل نلري، نه د مسایلو په اړه تحقیق کوي، نه د هیواد اساسي ملي ګټې په نظر کې نیسي او هسې پر خوشې شیانو مصروف دي.
بدبختانه په نظام کې یو شمېر داسې پرازیتونه هم شته چې له همدې نظام څخه چاغیږي، له امتیازاتو یې ګټه اخلي، د دې حکومت له اسبابو کار اخلي خو د نظام د تباهۍ لپاره هلې ځلې کوي او هر څه چې یې په وس پوره وي د نظام په مقابل کې یې ترسره کوي.
بدبختانه په نظام کې یوه ملي روحیه حاکمه نده. یو چارواکی له یو خوا تشویقیږي او له بل لوري تخریبیږي. د اشخاصو د تشویق او تخریب، د مکافاتو او مجازاتو کوم ثیقل شوی سیستم موجود ندی. داسې خلک تشویقیږي چې هیڅ کار نکوي او داسې خلک مجازات کیږي چې له وطن سره مینه لري او شپه ورځ د هیواد لپاره منډې-ترړې وهي.
بدبختانه په ټول هیواد کې غونډې تر ډیره بریده نمایشي وي او ټول چارواکي پر همدغسې نمایشي غونډو بوخت دي. وزیران، معینان او لوی رئیسان چې باید ولایتونو، ادارو او سیمې ته سفرونه وکړي. له خپلو اړوندو ادارو لیدنې وکړي، ستونزې یې وګوري او حل لارې یې راوباسي، دوی ټول وخت پر نمایشي غونډو تېروي.
ټولې ادارې: امنیت شورا، ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او نور امنیتي ارګانونه که په دقت، وطندوستۍ او مینه خپلې چارې ترسره کړي او مشران یې هم مسوولیت ادا کړي، هیڅوک نشي کوای چې د نظام په وړاندې خنډ وګرځي.
په وطن کې ډیر قوي او ښه انسانان شته دي. له وطن سره ډیره مینه لري. پر وطن او خلکو یې زړه سوځي. دغسې خلک باید جذب شي، کار ترې واخېستل شي او له تجربې یې ګټه پورته شي.
د ټولو چارواکو تر منځ باید ډیره همغږي موجوده وي. هغه وخت چې پر تقابل اوتخالف مصرفوي، پر اساسي کارونو لګول پکار دي.
والیان، ښاروالان، ولسوالان او نور چارواکي باید په ښه ډول خپلې چارې تنظم او پلان کړي او هغه څه چې یې په مسوولیت کې وي، مخته یوسي.
د پایلې په توګه ویل کیدای، چې ولسمشر غني ډیر ښه روان دی خو یو شمېر شاوخوا ته شته کسان او چڼي یې نظام ته ژمنتیا نلري او هر څه تر شخصي ګټو قربانوي. که ټول چارواکي په رښتیا د ولسمشر غني ملاتړ وکړي او په ملي روحیه چارې ترسره کړي، نو د ولسمشر پیل کړې لړۍ به ښه وغځیږي او په هره برخه کې به اساسي بدلونونه رامنځته شي.