تېره اونۍ په ایران کې د اهل بیت د مینه والو ترعنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې د حزب وحدت ګوند نظامي قوماندان او په اوسني حکومت کې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق  له ټولو هغو پوځیانو او جنګیالیو څخه مننه وکړه کوم چې د ایران د حکومت په واسطه د سوريې جنګ ته د بشار الاسد د کمونیست پلوه رژیم په پلوی جنګیږي. 

د حزب وحدت دغه پخوانی جګړه مار قوماندان اود ملي وحدت د حکومت د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق تهران ته په خپل وروستي سفر کې، د "اهلبيت مينه والو" په نوم جوړه شوې غونډه کې د فاطميون د لښکر  چې د سوريې په جګړه کې د ګډون په موخه په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره جوړ شوى، له اصلي طراح جنرال قاسم سليماني  او هغه کسان چې په سوریه کې د کمونیست پلوه شیعه رژیم په پلوی جنګیدل له هغوی څخه مننه  او قدر داني وکړه. 

دغه راز محقق په ایران کې جوړې شوې غونډې ته ويلي: "له ټولو جنګیالیو څخه چې که هغوى له عراق، سوریې، ایران، افغانسان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې چې په دغې جګړه کې ونډه اخیستې،دا په حقيقت کې د کفر او نړيوال استکبار د دسيسو پروړاندې د اسلام جګړه وه، بريالي شول له دوى څخه د زړه له کومې مننه کوم." 

دلته پوښتنه رامنځ ته کیږي چې آیاد افغانستان د نظام یو لوړرتبه مقام د دې واک او اختیار لري چې د خپل ګران هېواد د ملي ګټو پرضد د یو ګاونډي هېواد ایران په نفعه دا ډول څرګندونې وکړي؟ هغه هم په داسې حال کې چې په سوریه کې حاکم نظام د بشار الاسد ترمشرۍ لاندې یو کمونیست پلوه رژیم دی له یوې خوا محمد محقق ځان ظاهراً مجاهدینو سره تړلی بولي ولې  له بلې خوا هلته دایران د ګټو په خاطر د شیعه ایزم ملاتړ کوي او د هغوی په پلوي دا ډول پاروونکي وینا وې کوي. 

 بله دا چې آیا محقق  کمونیست پلوه مفکورې پیروی دی اوکه اسلامي ؟  جالبه داده چې د داعش په نوم راپورته شوې ډله هم په لاس کې د اسلام بیرغ لري او دعوه د اسلام یا اسلامي دولت کوي آیا هغوی مسلمان دي؟ کمونیست، یا څوک دي؟        سوال دادی چې د  افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي ولې د ایران پال محقق په اړه چوپه خوله دی په حقیقت کې د محقق  داډول پاروونکو وینا وې دا ښيې چې په حقیقت کې محقق په افغانستان کې د ایران یو ماموریت پرمخ بیا يې. 

 له دې وروستیو حرکتونو څخه دا څرګندیږي چې محقق دایران د سپاه پاسداران انقلاب  او فاطمیون د قطعاتو په سمبالوونکو کې ښه رغنده رول لوبولی او دادی اوس د همدې کار د ښه تنظیم لپاره ایران ته تللی او هتله ددې په خاطر چې ایراني باداران يې راضي کړي وي او د خپل ما موریت د دوام په خاطر خپلو ایراني غلامانوته په دې حساسو شیبو کې داډول څرګندونې کوي.  

که څه هم د محقق په اړه پخوا هم داسې ګنګوسي وې چې د ایران په پلوی په افغانستان کې د هغوی د ګټو لپاره کار کوي ولې په دې وروستیو کې چې رسماً يې  د "اهلبيت مينه والو" په نوم جوړې شوې غونډه کې د فاطميون د لښکر  چې د سوريې په جګړه کې د ګډون په موخه په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره جوړ شوى، له اصلي طراح جنرال قاسم سليماني څخه ملاتړ وکړیوځل بیا يې ثابته کړه چې د ایران د ګټو پالوونکی ، جاسوس او مزدور دی. 

 دغه شان محمد محقق د افغانستان د نظام په یوه غوښین لوري کې لوړ امتیازات او نیږدې ۱۵۰ تنه ساتونکي د سلو نه زیات د خپلې کورنۍ او خپل ټبر په خپل شاوخا دفترونو کې ځای پرځای کړي دي او له حکومت څخه میاشتنی په ملیونو نو امتیازات اخلي ولې حکومت ددغه شان کړنو په عکسل العمل کې له محقق نه پوښتنه نه کوي. 

افغان حکومت ته په کار ده چې محقق ته ووايې : مصارف او امتیازات د افغان حکومت نه اخلي!  ولې کار ، فعالیت او د ملي ګټو ضد کړنې د ایران حکومت اع  او یا دهغه په پلوي په سوريه کې د کمونست پلوه رژیم چې ظالم کمونیست بشار الاسد يې مشري کوي د هغوی ګټوته وفادار يې؟ 

په کار خو داوه چې افغان حکومت  د دا ډول اشخاصو د کړنو په اړه یو لوړ رتبه عالي کمسیون جوړکړي وای او لومړی د محقق نه د دې څرګندونو په اړه پوښتنه کړې وای چې کاکا محققه  تاته دافغانستان ګټې مهمې دي ا و که د ایران ؟ که چیرې د ایران ګټې درته مهمې وي په کار ده چې کډه يې وربار او ایران ته وشړل شي . 

دا ځکه چې افغان حکومت ته په کار ده چې محقق په شان جاسوسې څېرې چې  همېشه پردۍ ګټې پالي، بهرني هېواد ته جاسوسي کوي په لوړو چوکيو داسې څېرې په لوړو چوکیو ونه ګماري.  

بله داچې ولسي جرګې ته په کار ده لکه څرنګه چې هغه مشرانو جرګې د محقق په اړه جدي موضع ګیري وښودله دوی ته هم په کار دي چې باید په افغان حکومت فشار راوړي ترڅو د محقق د څرګندونو په اړه جدي غبرګون وښيي او د محاکمه کېدو غوښتنه يې وکړي. 

اوس ولسي جرګې ته په کار ده چې د محقق په شان پردي پالې جاسوسې څېرې او د ایران د ګټو پالونکوته اجازه او حق ورنه کړي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او د یوه کانديد مرستیال شي، داځکه چې دغه شان شخصیتونه د دې پرځای چې هیواد ته مو ګټې راوړي د زهرجنو شبکو لپاره جاسوسي کوي او پردیو بادارانو ته کار کوي کوي. 

د مشرانو جرګې له سناتورانو څخه باید قدر داني وشي چې د محقق د څرګندونو په اړه يې جدي موضیع ګیري نیولې او د هغه وروستۍ څرګندونې يې ملي خيانت بللی، دغه راز يې  له حکومت څخه غوښتنه کړې چې باید له قانون سره سم  محقق مجازات شي.                                                                                                                                            د مشرانو جرګې یوشمیر غړو د سوريې په جګړه کې د افغانانو د ګډون د تاييد په اړه د محمد محقق څرګندنې غندلي او د هغه دا څرګندونې يې ملي خيانت بللی او دهغه د محاکمه کېدو غوښتنه يې کړې. 

که له یوې خوا وګورو چې د محقق د دې ډول خطرناکو څرګندونو په اړه ولې افغان حکومت چوپه خوله دی، له بلې خوا حیرانوونکې خبره ده چې د طالبانو د ځواکمنې ډلې څخه جلا شوې د ملا محمد رسول ډلې هم د محقق څرګندونې غندلې دي.  رسنیو کې د دغه ډلې د یوه ویاند مولوي عبدالرحمن نیازي له قوله راغلی دي، داسې مردود بيانونه افغانستان د شام اوعراق له ورته برخليک سره مخامخ کوي تل داسې پردي پالو اوجاسوسو کړيو کوښښ کړی چى زمونږ ګران هيواد د نوي اوخطرناکو بحرانونو سره مخامخ کړي.                                                                                                         د طالبانو څخه د یادې جلا شوې ډلې ویاند داهم ویلي چې د افغانستان غيور ولس هیچاته هم دا اجازه نده ورکړې چى زمونږ آزادي او حريت ترسوال لاندى راولى.                                                                                                       هغه په ولس او علماءکرامو او مدني فعالانو او محصلينو او ځوانانو باندى غږ کړی چى د داسى بيانونو او کړنو مخالفت وکړى او وه يي غندي. 

د یو افغان په صفت راته ډیره خطرناکه داښکاري چې یوه ورځ وروسته له دې بیان څخه په  ایران کې خپریدونکي چینل د پرس ټي وي په نوم له محقق سره مرکه کې  د دې خبروپه اړه يې د راپورته شویو عکسل العملونو په اړه له محقق نظر وغوښت ده بیا ورته وویل چې ټول هغه کسان چې په سوریه کې جنګیږي دست شان دردنه کنند وممنونم ازایشان.  

د محقق د ې وروستیو څرګندونوپه عکسل العمل کې یودم په ټولنیزو شبکو کې او یوشمیر ویب پاڼو کې داسې لیکنې او اسنادونه ښکته اوپورته شول چې ګواکي محقق د سوريې جګړې ته د هغه افغانانو په مقابل کې چې د بشار الاسد د نظام په پلوی يې جنګوي د هریوه په مقابل کې د میاشتې ۱۵۰۰۰ ډالر اخلي. 

که دې ټولو نويو خوځښتونو او جګړوته ځیر شو ښه به داوي چې په افغانستان او ټوله سیمه کې د جنګ جګړو د ختمېدو لپاره فکر وشي، د روانې جګړې  د خوریدو پرځای يې مخنیوی وشي او په یوه داسې بدیل يې کار وشي چې هم بشریت ته د منلو وي اوهم مو ملي ګټې په کې نغښتې وي. 

په افغانستان کې د تل پاتې سولې،آباد، سرلوړي او په خپلو پښو ولاړ  افغانستان په هیله