د مانوس ټاپو توقیف مرکز کې ۶۰۰ هغه پناه غوښتونکې کډوال چې د توقیف مرکز څخه نه غواړي ووځي ددې ویرې سره مخامخ دې چې ګواکې په زوره به د توقیف مرکز څخه ویستل شي.

د PNG حکومت یادو کډوالو ته خبرداری ورکړی دی که چیرې په خپله خوښه یاد توقیف مرکز خوشي نه کړي نو دوې مجبور دي چې په زوره دوې د توقیف مرکز نه وباسي او بدیل استوګن ځایونو ته یې انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې پنج شنبې په ماښام د یاد توقیف مرکز د دیوالونو د غورځولو پروسه شروع شوه او له بلې خوا ایراني اصله پناه غوښتونکې ژورنالیست «بهروز بوچاني» رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دوې نړیوالې ټولنې نه غواړي تر څو ددوې نه ساتنه وکړي او ورته د خونديتوب ډاډ ورکړي.

نوموړي همداراز د خپل ټویټر په پاڼه لیکي دي چې دی د پناه غوښتونکو په څیرو باندې خواشیني، غم او د ډار څرګندې نښانې ګوري او هیله لري تر څو نړیواله ټولنه ددوې مرسته وکړي.