د ښکلو ګلو د غــونچې غېږه کې
لکه شبنم دانـــه، دانـــه پــرېوتل
نن مې د خيال او تصور لــه ګوتـو
تــوري د نظم پــــه آئينه پـرېوتل
★★★
نظــر مې لکه لاروى ستومـــانـــه
پــه بېړه دنګو چنـارو تــــه ولاړو
د چنارونــو منځ تـــه تـږي غونـدې
دوه ښايسته ښکلو چينو تــه ولاړو
★★★
چينې وې دواړه لــه شيدو نــه ډکې
ګډ لــه شيدو سره انګار ښکارېده
نـه، نـه غلط شوم پاڼې، پاڼې ګلاب
سپينو شيدو باندې هـوار ښکارېده
★★★
د پـاڼې ګل او د شيدو پــه منځ کې
پراته ول دوه له رنګه تــور ګټونـه
لکه ولاړې چې په سپين غـره کې وي
دوه کيږدۍ تورې يا دوه تـور آسونـه
★ ★★
دي چـنـارونــــه د بڼو پــــه معنى
چينې لېمې، ګټونه تــور د سترګو
شيدې يې سپين،ګلاب سُرخي ده پکې
ما شيرين زوى کښلى انځور دسترګو