اکٿرا شاعران په اشعارو کى ځينى کلمات غلط استعمالوى مٿلا :
رقيب = ساتونکى او نګهبان, عربی کلمه ده او د الله ج د ۹۹ نومونو څخه يو نوم دى
مترادف د رقیب: حریف، مدعی، معارض، موکل، مراقب، اود رقيب جمع رقيبان دى
او په دى لاندى اية کى د ساتونکى په معنى راغلى دى يعنى هره خبره چى زمونڔ له خولى وزى هغه د څارونکى پواسطه ٿبتيڔى په لاندى مبارک اية کى وګورى ;
[سُوۡرَةُ قٓ : 18]
مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ
(ژباړه :هيڅ داسي لفظ د هغه له خولې څخه نه راوزي چي د هغه د محفوظ ساتلو لپاره يو حاضر باش څارونكى ورسره موجود نه وي.)
څو شاعرانو په اشعارو کى رقيب د دښمن او بد سړى په نومونو ياد کړى چى په هيڅ فرهنګ کى نه شته د داسى کلماتو استعمال دا چى غلط دى بلکه ګناه هم ده همدا غلط کلمات چی ددوی له خولی راوزی همدا د ملایکو پواسطه ثبتیږی او د شخص د اعمالو لوحه نا خواسته په بدو ډکيڔى .
په اسلام کی د الله لپاره نیک نومونه د اسماء الحُسنی ۹۹ نومو نه په کاروړل شویدی چې ۸۵ په قرانکریم کې راغلی دی چې دی ته وحی جلی وایی اونور ۱۴ نومونه د احادیثو څخه لاس ته راغلي چی دی ته وحې خفی وایی هیڅ نوم الله ج ته د قران او سنت که خارج وی جوازنلری په دې دلیل چې الا سماء الحسنی نومونه او معانی قدیم دی د ایمان په درې واړو شعبو کی، الوهیت، ربوبیت اوایمان کی د الله ذکر، د الله ج عبادت او د الله محبت، دعاء او د الله ج دربار ته تضر ع د همدې اسماءالله الحسنی په طریقه کیږي.
الـرَّقِـيْبُ - نوم چی الله ج خپل ځان ته پخپله خوښ کړی چې دی ته وحی جلی وایی په معنی د لوی ساتونکی ، نګهبا ن ، څوکیدار دی -که څوک دغه اسم مبارک هره ورځ اوه 7 ځله پر خپل اهل، عيال او مال باندي دم کړي اويا (يا رقيب ) ډير وايي هغه به د ټولو افتونو څخه و ساتل شي انشاالله - زه خوشاعرنه یم خو د شاعرانو اشعارلولم اکثرا دا د رقیب کلمه غلطه استعمال شوی او استعمالوی که یو چا سهوا یا قصدا غلطی وکړه او بیا د غلطو تکرار کوونکی هم لکه د ړندو غوندی په غلطه روان وی د لومړی کس نه د دوهم او دریم کس ګناه زیاته ده ځکه چی د علم زده کړه په ټولو فرض دی ضرور نه ده غلط کلمات يا غلط حرکات اويا غلطى مفکورى ترويج او تکرار کړى او ځان ته برأت ورکړى چى فلانى شاعر يا فلان کس هم استعمال کړى وه دا په دى معنى شو چى خپل عقل او علميت نه کار نه اخلى او يا اصلا علميت نلرى زماسفارش د ژبپوهنو ملګرو ته دا دی چی لازم پښتو کلمات معرفی کړی .