ساقي راکه جام ارغواني خمارپه ماته وم
خمارمـي دېـرینه دی ځــکه تــالــره درځـم
پــه مـیـخـانه کي دپـردوخـمارکله ماتیږي
پـردی یـم پـه پــردوکـي ځـان لـه ګوښي یم
ځای پردی ساقي پردی جام ئې هم پردی
دلـتـه بــه زه څـنـګه خـمـار لــــه ســره وړم
ارغـواني جامونه ګوره پلاس کي دساقي
ځان ته ناست په آنـد کـي دجـانان مي یاد کوم
آشـنــا ږغـون نشته پـردۍ سـنـدري اورم
خرابات مي په زړه شوپه آندکي ئې ډوب سوم