خبرونه
مقالې
د اتصال لاره!
مقدمه: په نړۍ کي د لومړنۍ اوسپني پټلۍ له رامنځته کيدو څخه شاوخوا دوې پیړۍ تېرېږي. د افغانستان په څېر په وچه کي راګیر هېواد، چي د اوسپني پټلۍ په واسطه ټرانزیټ او ټرانسپورټ ورته تر ټولو ارزانه تمامېږي، تراوسه د اوسپني پټلۍ ځانګړې شبکه نه لري. په افغانستان کي په لومړي ځل د اوسپني پټلۍ په ۱۹۰۴م کال کي د کابل جنوب لویدیځ ته د ماشین خانې په فابریکه کي د بخار ماشینونو د لرګیو د راوړلو لپاره له چهاردهي څخه یو کم عرضه پټلۍ د آمیر حبیب الله خان په دوره کي جوړه شوه، چي د ریل دا پټلۍ شايد په
د امریکانو کوږ ووږ دریځ په افغانستان کې
دامریکا یانو سیاسی اشتباه ګانې او غلطیانې دکرزی له اماتوری هوس راپیل شوې . دغه بار له همغه وخت کوږ وه او طبیعی خبره ده چې کوږ بار تر مزله ته نه رسیږی چې ونه رسېد. امریکا یانو شل کلن پیچلی ، راکد تور دتباهیو تاریخ ، بمونو اوعام وژنو ککړ کړکېچ راواخیست په اتلسو میاشتو ګوډو او ماتو خبرو اترو کې یې رالنډ کړ اوله هغه اوچته په لاندې کمزو برخو کې نړۍ ته راڅرګند کړ . الف: القاعده او بی قاعده، داعش ماعش، او نور نامعلوم مجهولې تروریستی ډلې له منځه وړل . خو څنګه؟ ب. دافغانستان خاورې څخه بل هېڅ ه
د مذهبي ډلو ترمنځ د اختلاف لاملونه
د اردن د الدستور ورځپاڼې یوه مقاله لیکي: «حضرت پیغمبر (ص) ته لومړنۍ وحې د اقرأ (ولوله) په حکم سره راغلې ده، الله تعالی په قلم لوړه کړې او یو سورت یې د قلم په نوم نومولی دی، مګر د قرآني امت ۴۰ سلنه سړي او ۶۵ سلنه ښځې لیک او لوست نه شي کولاې». د کډوالو اداره وايي: په نړۍ کې د ۱۰۸ ملیونه بې کوره شوو وګړو ۶۱٪ یې مسلمانان دي او په الجزیره کې لولو چې د ټولې نړۍ ۳۹٪ فقیران او بیوزلي خلک په اسلامي هیوادونو کې اوسیږي. له همدې وجې د ټولنپوهنې متخصصین او د مذهبي چارو څارونکي باور لري چې د خلاف، اختلاف ا
په مسلک او دنده کې بریالیتوب!
څرنګه په خپل کار او مسلک کې بریالي کیدلای شئ؟ که څه هم د دې لیکنې لوستل به تر ډیره د هغو کارکوونکو لپاره ، چې په بهرنیو پرمختللو هیوادونو کې دندې سرته رسوي یو څه ګټور وي، ځکه زموږ د هیواد دننه د کار شرایط او ماحول د نورو هیوادونو سره یو څه توپیر لري، خو بیا هم کیدای شي د مسلک د خاوندانو او دنده لرونکو لپاره د پوهاوي او معلوماتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي. ما په تیره لیکنه کې په عمومي توکه د بریالیتوب لپاره لسو سپارښتنو یا لارښوونو ته اشاره کړی وه، راځئ چې داځل په دنده او مسلک کې د بریا
عامو ملي موخو ته د رسیدو له پاره ستره ملی اجماع ضروري ده!
انسان یوازې بیولوژیکی موجود نه دی، بلکې یو ټولنیز موجود هم دی چې مختلف رواني حالات یې د پیښو په وړاندې د عکس العمل او په طبیعت او ټولنه کې د فعالیتونو په ډول اغیزه لري. د همدې بیولوژیکی، اجتماعی او روانی خصوصیاتو له په نظر کې نیولو سره د چاپیریال (د طبیعت او ټولنې) په بدلونونو کې برخه اخلی او د حوادثو په وړاندې مثبت یا منفی غبرګون ښئي. انسانان په ټولنه کې د ډول ډول معیارونو پر بنسټ په مختلفو ډلو ویشل کیږي. د هرې ډلې د غړو ترمنځ شریک ارزښتونه، ګټې او موخې شته چې د ساتلو او ترلاسه کولو په خ
د روسيې انتخابات او لاس وهنې
روسیه د نړۍ تر ټولو پراخ هېواد ،چې د ۱۱ (ټايم زونونو) درلودونکی دی يانې په دې مانا چې که په يوه سر کې یې د سهار ۶ بجې وي په بل سر کې به یې د ماښام ۵ بجې وي، د اسيا او اروپا په دواړو لويو وچو کې پرته ده او له ۱۴ اسيایي او اروپايي هېوادونو سره پولې لري. شاوخوا ۱۴۶ ميليونه نفوس لري او پرون د مارچ (۱۷ مه) یې د ولسمشريزو ټولټاکنو وروستۍ ورځ وه، د ولسمشر لپاره د خلکو د مستقيمو او پټو رايو دې لړۍ دری ورځې دوام وکړ او دا د روسيې په تاريخ کې لومړی ځل وو چې د رايو ورکولو پروسې دری ورځې وخت ونيو ، د راي
د ننګرهار د نارنجو باغونه
د نارنجو د بڼونو او د نارنج ګل د مشاعرې تړون ( دنارنج ګل مشاعری د شپیتم کال په مناسبت) دا دی سږ کال د نارنج ګل د لومړنۍ مشاعرې له نیټې څخه تر نن پورې، پوره شپېته کاله پوره شول. دا هغه وخت و چې په ګرمي وهلي او د تودې هوا له زوره تاوجن او زموللي ننګرهار کې د شنو باغونو او تازه- معتدلې هوا او فضا د جووړېدو ملی- انکشافی پروژه ( د درونټې بند اوکانال) چارې پیل شوې وې او په هغې کې لومړی یو کانال، د برېښنا د تولید یوه فابریکه، لویه لار، دوه لوی فارونه( هډه او غازی آباد) شامل وو. د ننګرهار
امن ستر نعمت
امن او سوله د ژوند کولو یو مهم او بنسټیز عنصر دی له امن پرته ژوند او پرمختګ امکان نلري . په کومه ټولنه کې چې سوله او امن نه وي هلته بیا سکون او ارام هم نه وي . په تاریخې او فرهنګي لحاظ زموږ په سبمو کې د ولسي سولې او جرګي قوي دود شته او لا تراوسه یې خلک درناوی کوي ،کله چې یو څوک د ځان دپاره سوله او امن غواړي نو پکارده چې دخپلې محلي چم او ګاونډ دپاره یې هم وغواړي داچې افغانستان کې نسبې امن راغلی دی ددې سوله ییز ماحول د ساتلو او دوامد د پاره پکارده چې د له افغانستان څخه د وسلې دود او کلچ
د بریالیتوب راز !
تاسو څرنګه بریالي کیدلای شئ؟ راځئ لومړې د بریالیتوب معنا راوسپړو او پوه شو چې بریالیتوب ستاسو لپاره څه معنا لري؟ ډیر خلک فکر کوي چې بریالیتوب یوازې د مالي او مادي شتمنۍ سره تړاو لري. ځینې خلک آن فکر کوي چې بریا د دوی په قسمت کې نشته یا بریا ددوی لپاره نه ده. نو بریالیتوب څه شی دی او تاسو څرنګه بریالي کیدلای شئ؟ بریالیتوب یو پراخ مفهوم دی، چې کیدای شي بیلابیله معنا ولري. د یوه پوه، وان ډیل له نظره، "یو څه ښه سرته رسیدل، ښه پایله یا ښه محصول" بریالیتوب دی. په عمومي توګه ، بریا
نړۍ د ټولنيزو او کلتوري انحرافاتو پر لور
د ټولنيزو ، کلتوري او مذهبي علومو يو ډېر ادنی لوستونکی هم په دې پوهېږي چې نن سبا نړۍ د کولتوري، ټولنيزو او مذهبي ارزښتونو په برخه کې په ښه لورې نه ده روانه ، له کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو څخه د انحرافاتو مسايل په ۲۱ مه پېړۍ کې په چټکي سره د خپرېدلو په حال کې دي ، خو نړۍ په دې ناروغي چا اخته کړه؟ ولې اخته شوه؟ څوک دې ټولنيزو او مذهبي انحرافاتو پراختیا او پرمختيا ته لمن وهي او ولې داسې کوي؟ موږ په دې ليکنه یې د ځواب موندلو هڅه کړې ده چې تاسې یې لوستلو ته رابولو. نړۍ چې د ټولنيزو او کلتوري ا
شعرونه
نقاب
د سپوږمۍ نقاب، ورېځ ده د رڼا نقاب، تیاره ده د ریښتیا نقاب، درواغ دی د پوهې نقاب، جهل دی د مکر نقاب، اوښکې دي د نه کولو نقاب، فرصت ته انتظار دی د لټۍ او تمبلۍ نقاب، بخت او تقدیر دی د مسلمان د بدیو نقاب، شیطان دی د افغانانو د خپل منځي اختلاف نقاب، پردي دي د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۲ مه سرلوڅ مرادزی
د ټولنې هېنداره
د مارچ د ۸ مې په مناسبت: د ټولنې هېنداره که ښځه د کور په چاپیریال کې ایساره وي، داسې ټولنې ته ازاده نه شو ویلای. که په ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې، د ښځې مخه نېول شوي وي، هغه ټولنه د پرمختګ او سوکالۍ ادعا نه شي کولای. که ټولنه د ښځې نیمايي نقش نه مني، د ټولنې نیمايي برخه فلج ده. د ښځې وضعیت، د ټولنې هېنداره ده! سرلوڅ مرادزی
دکور زمری دسارا ګیدړه!
لافی وهم په ګنګوسو سره مړ مې کړ ملت په فتنو سره شرم راته پاتې په پنډو سره تاریخ مې شوًککړ په رنګو سره چاته یې وایم په ګیلو سره ع او غ مې پاله په هوسو سره هلته قدرت وه له دبدو سره ۱۷ ډوله غوښه مې خوړه دلته له همدې ګڼو ګنګسو میلمنو سره! غیر ت لاړ عزت لاړ له توپانو سره عجب تاوده بحثونه له نغارو سره کلبی او مقصود له همدې غلو سره
اوښ ته رباب
په غوږونو سالم ښکاري خو کوڼا يی سترګې هسې غړوي خو نابینا يی افسانې که سرمایه د خپل ژوند بولي چې کمال او علم نه لري ګدا يي څه دې زده کړل د شیخانو مدرسه کې پېړۍ مخکې چې څه وې همغه بیا يی په جومات کې د ملا د تقریر لاپو محروم کړی نعمتونو له دنیا يی د خیالي میو نیشه کې سرګردانه په دنیا محروم له میو، بېنوا يي د جنت د باغ ګلانو په بوی مسته د وطن د باغ له ګلو بې پروا يي د غلمانو، حورو عشق کې لیونیه خپلو نجونو د ښایست ولې بدخوا يی د تغییر او له ب
پښتانه
تر اویا میلیونو ډېر دي پښتانه د زمري، عقاب په څېر دي پښتانه «چې په ننګ او ناموس راشي لیوني شي» بیا له مال او سره تېر دي پښتانه هیڅ حاجت يي د پردي ټوپک ته نشته خپله توره او شمشېر دي پښتانه که يي خپل زړه په ایشیا کې څو ټوټې دی د ایشیا د زړه کوشېر دي پښتانه دا اویا کلونه کېږي چې بندیان دي د پنجاب په دام کې ګېر دي پښتانه د دښمن په وړاندې نرم او خواږه دي تر خپل منځ زهرو ګنډېر دي پښتانه نن يي وخت دی چې پر یو ټغر راټول شي تر اویا میلیونو ډېر دي پښت
مشرتوب
مشرتوب زاڼې په کتار کې خپل مشر پسې ځي، د شاتو مچۍ، ملکه خپله مشره ګڼي، میږیان په خپلو ښکرونو(Tentacles) سره خپل او پردي پېژني، مچان چې خپل مشر نه لري، هر یو ځکه خپل سر ټکوي! افغانان چې هم مشر نه پالي، پر یو مرکز د راټولېدو ستونزه نه شي حل کولی! د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۴ مه سرلوڅ مرادزی
تعصب یا دعقل نارغي
په یقـین به نه هزارستان نه خراسان وي پـــه جـهــان کي بـه نامـتـوشهـیــرافغانستان وي دادعـقل ناروغان ځانونه نه بـولي افغان بې هــویـتـه بــه دوی ورک پــه دې جــهان وي ته چي اوغان اوافغان نه ئې نوبه څه ئې له مَلّکه ځان ورک کړی داناپوهي هم دانسان وي تعصب سخته ناروغي وي په انسان کي مـوږئې ویـنـو دی خــوږه وي ځان بې درمـان وي جهانیان موله هویـته ټوله بولي یـوافغـان ای وروره عقل دي په سرکه نوټول به یوافغان وي
کابل و پېښور
کابل و پېښور یو مې زړه دی بل ټوټه ده د ځیګر نه بېلیږي له کابله پېښور په اغزن تار د پنجاب تړلی نشي د افغان د وصل لاره ده خیبر د انګریز او د پنجاب به مخ توریږي یوځای وینم افغانان د لروبر افغانان دې بر مکتب د امان پالي کوز مکتب د پاچاخان په هشنغر تورې وریځې د اسمان به باد جارو کړي په توپان کې به ښکاره شي مخ د لمر توره شپه که هر څو لویه اوږده ښکاري مخنېوی کولای نه شي د سحر یو شرګدي به په ژوند کې خوندي نه شي پرېکوي به کفاره د کړي شر هر نم
(---ییل ...)
(---ییل ...) مینه او قرباني شوله قبوله له هابیل نفرت او کینه،حسد په برخه د قابیل شیطان وسوسه وکړه په زړه کې د قابیل غوره شو د ورور مرګ ورته او دی شولو قاتیل! غوره کړل الله ؛آدم او نوح او ابراهیم هم آل د عمران له شا وخوا د رودِ نیل هن هن انسانیت راغی تر ښاره د بابیل ډیری رسولان مبعوث کیدل له قوم او خېل سلیمان،داود ،موسی،عيسی او محمد "ص" یو د بل خپلوان ول خو تربور شو اسراییل! دغه ڼني اسرایلیان ډیر کبرجن او مفسدین دي نور انسانان نه ښکاری بشر دویته
د افغانانو جګړې
او ماته یی وخوړه انګریز افغانستان او پښتنو سیمو کی لاخو کیسې ژوندې دي د انګریزانواو افغانانو څو کاله وروسته بیا روسان راغلل بیا عربان، پاکستانیان، امریکایان راغلل خو چا هم ځان ټینګ نه کړ بیا ای ایس ای خپل ګوداګیان ولیږل او تاسو یی ښه پیژنئ امریکایان هم انګریزان هم چینایان تری حمایت کوي تل خو لا هم خلک یی ګوداګیان بولي که څه هم دوی د آزادې دعوا کړي پای سمیع الله خالد سهاک ۲۰۲۴ کال د جنوری ۹